https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پښتون کاروباري پيوستون ته هرکله
تړونى کاپي کاپي شو
وياړم چې پښتون کاروباري پيوستون Pashtun Business Club لپاره د ملګرتيا بلنه درکوم. پيوستون د پښتنو ترمنځ کاروباري راکړېورکړې يو سپاچه (Platform) ده چې موخه يې د پښتنو ترمنځ کاروبار ته وده ورکول دي. هيله ده دغې ډلګۍ(Group) ملګري شئ او نور ژمن کاروباريان ملګرتيا لپاره راوپېژنئ چې ترمنځ پېژندګلوي او کاروبار لپاره اسانتياوې او باور رامنځته شي.

دلته د کاروبار د ودې په اړه خپل خيالات او هغو اسانتياوو او پيداوارو په اړه مالومات شريک کړئ چې تاسې يې غواړئ يا خرڅ لپاره لرئ يا د نوي کاروبار په اړه شريک، مرسته يا مرسته ورکول غواړئ. د اوس لپاره پيوستون دا ويبځاى، واټساپ ډلګۍ، ټولنيزو رسنيو پاڼې لري چې غواړي د نړۍ پکچه پښتانه سره وتړي چې کاروباري پرمختګ کې يوبل سره مرسته وکړي، دګډون لپاره اړيکه برخه وګورئ.

ښې چارې
نور رحمان لېوال پښتون کاروباري پيوستون، بنسټګر
پښتون کاروباري پيوستون اماراتو د غړو لومړۍ ناسته، دوبۍ
تړونى کاپي کاپي شو
2022-01-15
د پښتون کاروباري پيوستون اماراتو د غړو لومړۍ ناسته دوبۍ، مشرپ پارک کې ترسره شوه. د پيوستون درنو غړو هېواد او نړۍ کې په بيلابېلو کاروباري وارو راڼا واچوله او د کاروبار په اړه يې يو بل سره ارزښتمن مالومات او مشورې شريکې کړې، همدارنګه په هېواد کې د خوړو، سيک يا انرژۍ، کانونو او هوايي چلند برخو کې پانګونه له لومړيتوبونو ياده شوه، بيابيا ټينګار وشو چې پيوستون ملګري ونډييز يا سهامي ډول ځينې شريکې سترې پانګونې رامنځته کړي. ناسته کې ميلمه ښاغلى ډاکټر فاروق اعظم چې له کابل څخه نوى راستون شوى وو هېواد کې د کاروباري چاپېريال په اړه وويل، حکومتي اراده شته خو د پانګوالو يووالى کولاى شي حکومتي تګلارو کې د سمون او پانګوالو ته د اسانتياوو لامل شي.

سره له ډېرو بوختياوو او کرونايي ستونزو ناسته کې له دوبۍ،شارجې، العين او عجمان څخه د پيوستون امارات مېشتو غړو نېږدې ٩٥٪ غړو وياړمن ګډون هيله بښونکى او د ډېر وياړ وړ دى، غړو په يوه خوله هېواد کې د بېوزلۍ لمنځه وړلو لپاره خپلې اندېښتنې څرګندې کړې او د هېواد د پرمختګ لپاره يې ټينګ هوډ سره يو بل سره د همکارۍ ژمنې په غورځنګ وې.
کاروباري وارې له څېړنې لاندې
تړونى کاپي کاپي شو
2021-10-02
دلته د پيوستون د غړو ترمنځ د کاروبار هغه وارې څېړل کېږي چې د هېوادوالو ستونزې حل کولو سره د کاروبار نوښت ته اړتيا لري.
لاندې خپل برېښناليک ليکلو سره د پښتون کاروباري پيوستون غړو، ملګرو او خواخوږو برخه شئ.