https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

غړيتوب

تړونى کاپي کاپي شو
د پښتون کاروباري پيوستون غړيتوب د کاروباري هستيو لکه هټيو، کمپنيو، شرکتونو، تسديو، ټولنو او غونډو مشران چې د اړوند هستۍ د چارو بشپړ واک او مسوليت ولري د پيوستون د غړو په سپارښتنه تلپاتې غړيتوب ترلاسه کولاى شي.

د هستيو کارکوونکي که د مشر لخوا چې د پيوستون غړى وي د ځانګړې چارې ترسره کولو لپاره اړين وګڼل شي ډلګۍ کې د چارو د پرمختګ لپاره لنډمهاله غړيتوب ترلاسه کولاى شي.

پيوستون غړي ژمنه کوي چې رښتينې ملګرتيا به کوي او هرڅه بايد د بېشانه درناوي سره، ګوېګل، پوښتل، څېړل او تر نيوکې لاندې راشي چې ستونزو ته حل پيدا شي، په کاروباري چارو کې به رغنده سيالۍ تګلاره وي، له ټولو هغو کړنو څخه به پرهيز کېږي چې د غړو ترمنځ د خپګان سبب کېږي.

ډلګيو يا ګروپونو کې لنډمهاله غړيتوب هغو نوښتګرو ته چې څه نوى کاروباري نوښت خپرول، څېړل يا د هغه په اړه پانګوال لټول غواړي ورکول کېږي.

اوس پيوستون د واټساپ دوه ډلګۍ لري يوه د افغانستان او بله د پښتونخوا لپاره دغه ډول نورې ډلګۍ د اړتيا سره سمې د نورو هېواد لپاره له اړتيا سره سمې جوړېږي، که د غړيتوب وياړ ترلاسه کوئ د پيوستون داسې غړى پيدا کړئ چې هغه مو سپارښتنه وکړي، که څوک نه پېژنئ اړيکه وګړئ يا لاندې ګډون ټنۍ کليک کولو سره خپله غوښتنه موږ سره شريکه کړئ.

دغه شرتونه به وخت پروخت د غړو په مشوره بدلون مومي.

په درنښت

د پيوستون غړي
ګډون
لاندې خپل برېښناليک ليکلو سره د پښتون کاروباري پيوستون غړو، ملګرو او خواخوږو برخه شئ.